علی سینا
۰۸ جون ۲۰۱۷



مجید دافغان ولسي پرګنو تل پاتی بومیا دی

انسان د ژوندانه د لومړنيو پړاوونه څخه - چی دربړونو او کړاوونو بهیرو- تر اوسه پورې چې د هوسا او سوکاله ژوند او دبریالیتوبونو جګو څوکوته رسیدلی دی، ډیر څه یی کړي چې دهغو ستاینه په ځینو کلماتو کی کیږی چی دا هره کلمه دانسان دهویت انځور او پیژندګلوي ده.

دنورو انسانانو په زړونو کې هغه کسان ځای نیولی شي چې درښتینۍ عدالت او آزادۍ پلویان او سرښندونکي وي. او دمریتوب څخه دخپل ولس دخلاصون په لیاره کې هلې ځلې کوي. او په تیره بیا هغه نومیالي چې دخلاصون او خپلواکۍ لیارې چارې وګړو ته ښیي.

دا دانسان دتاریخي هویت او انځور ځانګړي نښې نښانې دي چی انسان یی د ژویو د نړۍ څخه جلا کړی او هغه یی د بریاوو لوړو پوړیو ته رسولی دی. که چیرته دا ټکی دانسان دکړنو څرګندوی نه وي نو بیا څیره به یی دانسان وي خو فکربه یی د انسان نه وي،  که چیرته داسې شی نو خامخا به کله ناکله د ژویو کړنی ولري.

زمونږ دهیواد دتاریخ په پاڼو کې دډیرو نومیالیو نومونه ثبت دي چې په خپلو تاریخی کړنو او انسانی لیدلورو یی زمونږ تیر ژوند په ښو انځورونو ښایسته کړی دی. خو له بده مرغه ډیر داسی کسان هم تیر شوي چې نه یواځې تاریخ پرې شرمیږي، چی ټول اوسني او راتلونکي نسلونه به هم پرې شرم کوي.

زمونږ په ټولنه کې دښو انسانانو په نوم لړ کی دا دۍ په ډیر ویاړ او خوښۍ وایم چی مجید هغه رښتینی انسان وو چی دافغانستان تاریخ به پری ویاړي او دهغه نوم به هیڅ کله هیر نه شي. دا ځکه چی هغه پورتني شمیرل شوې ځانګړتیاوې چې د رښتیني انسانانو ښکارندویي کويُ په خپل تاریخي هویت کښې درلود. دا هغه ټکي دي چی تاریخ به پری ښایسته او روښانه وي. هغه څه چی روڼتیا او ښکلا لري هغه به دتاریخ په بیلابیلو پړاوونو کی ځلیږي.

دهغه معنوي انځور به دتاریخ په هر پړاو کې نورو انسانانو ته ښکلا، دستړو په قدمونو کی سا، په تورتمونو کی ورک شویو ته درڼا څرک، ناهیلو ته هیلمنتوب، خوب جنو ته ویښتوب، په بیدیاوو کی لارښود او نورو ته به مرستی بخښي دا ځکه چی انسانان هر کله دداسی بومیاګانو مرستو ته اړین وي.

مجید دځپل شویو او دهیواد په تاریخ کی په تورتم کی دورک او بی لیاری شویو انسانانو مرستندوی او بومیا وو چی ډیر روښانه لکه لمر شانته وځلیده، روڼتیایی په تیاروکی خپره کړه، راتلونکی یی روښانه،  او تل پاتی خپلواکۍ ته د رسیدو دپاره یی لیاره وښودله. بیایی خپلو موخو ته درسیدو لپاره سمبالتیا (سازمان، تشکیلات ) دبی وزلو او زیارکښانو لارښوونه، ولسي متحده جبهه او تر هر څه دمخه دخپل ولس په قوت باندی ډډه لګول او دپردو څخه مرسته نه اخیستل او داسې نور یې په ګوته کړي دي.

هغه نه یواځی داسی بومیا و چی دسیاسی، ټولنیز، اقتصادي او... رڼا، انقلابی او علمی پوهه یی درلوده چی هغه دعمل، زیار او پلان شویو هلوځلو خوځنده بیلګه انسان و چې هغه خپله په یوه تاریخی جریان بدل شوی او دهیواد معاصر تاریخ دهغه په وجود کی خپل سمون او بدلون لیدل. څرګنده ده چی هغه زمونږ دهیلو او آرمانونو تل پاتی بومیا و، دهغه ستر بومیا په نه شتون کې مونږ باید ناهیلي نه شو.

مجید لدی لامله دهیلو بومیا و چی هغه دخپل فکر، اندیښنو، لیدلورو، ورځنی چارو عمل او د راتلونکو او هیواد ته یی چی کومی سترې موخې درلودې، هیواد مینو ته منلی و. هغه دهیواد تل پاتی خپلواکۍ، ترقۍ، هوساینې او هر راز ژغورنې دپاره تګلاري او هیلو ته درسیدلو وسایل پخپل عملی ژوندانه کې روښانه کړی او دایی په عمل کی ثابته کړې چی دهغه لیدلورۍ، سیاسی دریځ، ملي ارزښتونه، انګیرنې، وړاندیزونه او نیوکې تر اوسه او په راتلونکی هم د(ازمیښت تیګه ) ده چې په علم او تجربو ثابتې شوې بیلګې دي.

د بومیاګلوي ځانګړنې: یو رښتینی بومیا خپلې ګټې دهیواد دوګړو په ګټو کی نغښتې ګوري او ځان ځاني ګټې هیروي. دپوهې په وسله سمبال وي. ځکه په کار ده چې دهیواد دنني او بهرني دښمنان وپیژنو، پرګنو ته یی بربنډ کړو او بیا دهغوی په مټواو هلوځلو یی وځپو. دپرګنو سیاسي کیدو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او دې ټکی ته په کار ده چې ډیر پام وشي. او دپام وړ ارزښت ورته ورکز شي.

که هرڅومره دپرګنو انقلابی ولولې او هڅی پیاوړې وي، خو ترڅو چې په یوه ټولنیز تخنیکی بنسټ لکه سازمان، پارټۍ او بل اړین بنسټ کی یو ځای نشي او بیلابیل هیوادوال خپلی انرژي او هڅی یو ځای نکړي، پایلی یی ښې نه او دښمن یی ډیر ژر کولای شي چی وځپی او یا دهیواد دښمنان (چی په بیلابیلو څیرو کې شتون لري) کیدای شی ترې ګټه واخلي.

په هر هیواد کی بیل بیل فکرونه، طبقات، لیدلوري، اندونه، اندیښنی او ملي احساسات شتون لري چی ملی موخو ته د رسیدو لپاره باید دا ټول کسان خپلی دیووالی او ملی شتون اړیکې پیدا او ملي ګټو ته د رسیدو لپاره ځان ځاني یوې خوا ته پریږدي، يه یوه ټولواکه او ملي جبهه کی سره راغونډ شي او خپل توپیرونه او بیلابیل اندونه د ګډ کار په لړۍ کی حل او بیان کړي.

ګران مجید په علم او ترقي باورمند و او خپل ملی او انقلابی موخو ته درسیدو لپاره په دی باور و چی زمونږ ټولنه باید دنړۍ دترقي او پرمختګ دکاروان سره سم او موازي حرکت ولري. خپل ګوندي ملګري او پرګنوته باید په دې لړ کی د ژوند کولو او نورو دګټو دسمون په خاطر دعلم د وروستنیو لاسته راوړنو څخه کار واخلو او په دی ترڅ کې خپل راتلونکی او لیدلوری هره شیبه روښانه کړو، زمونږ خوځښتونه باید دودیزنه وي؛ علمی او پرمخ تللي وي تر څو دهیواد راتلونکی په داسی افکارو او اندونو روښانه کړو چی هغه فکر اوږد مهاله او پایښت ولري تر څو هیواد دیوی لومې نه خلاص او بلی لومې کی یی ونه نښلوو.

اسلامی بنیادګرایانو او د لویدیزې نړۍ مریانو نه دي توانیدلي چی دهیواد ملی ګټوته چوپړ شي او دوی ټول یواځی خپل شخصي ګټو په فکر کښی دي. بنسټیز لامل یی دا دی چی د دوی لیدلوری او سیاسی موخې دهیواد ملي ګټو سره په ټکر او دښمنۍ کی دي.

د روسي ښکیلاک، دامریکي - ناتویی یرغلګرو، عربی وحشیانو، دایران او پاکستان خودغرضه مرستی د دې لامل شوې چی هیواد دنویو ناورینونو، ورانیو او خرابۍ کندو ته وغورزیږي.

مجید لنډ مهاله او ځغلنده استراتیجي نه درلوده. هغه اوږد مهاله استراتیجي دهیواد دخپلواکۍ او ترقۍ په هکله درلوده، دهغه لیدلوری او سیاسی پلانونه نه یواځۍ دافغانستان په هکله، بلکه دنړۍ دنورو هیوادونو- په تیره بیا د «دریمی نړۍ» دزیارکښانو- په هکله ښه اند درلود او غوښتل یی چی افغانستان ته دانسانی ټولنې دیوې برخې په توګه وکتل شي.